د افغانستاني کډوالو د اخراج وروسته، د ايران د ودانیز سکتور بحران ته مخه کړې

د تهران د ملکیتونو د مشاورینو اتحادیې رئیس، سعید لطفي، ویلي چې د افغانستاني مهاجرینو د اخراج په شدت سره، د ایران د ودانیز سکتور د کارکوونکو له کمښت سره مخ شوی، چې دا وضعیت د پام وړ اقتصادي اغېزې لرلې دي.
نوموړي ویلي، د افغانستاني مهاجرینو له پراخ وتلو وروسته، د تهران ښار په ودانیز سکتور کې د کارګرانو شدید کمښت رامنځته شوی او دا حالت د کار ځواک نرخونه دوه تر دوه نیم برابره لوړ کړي دي.
هغه په یوه خبري غونډه کې، چې په تهران کې جوړه شوې وه، زیاته کړې چې د دې ښار په جنوبي سیمو کې، ځینې استوګنیزې کوټې د افغان مهاجرینو د نشتوالي له امله خالي پاتې شوې دي. نوموړي ټینګار وکړ چې افغان مهاجرین په ایران کې د ارزانه او ماهرو انساني منابعو د برابرولو لپاره کلیدي رول درلود.
د تهران د ملکیتونو د مشاورینو اتحادیې رئیس زیاته کړه چې له دغو مهاجرینو پرته، د کور جوړونې بهیر له ګډوډۍ سره مخ شوی او لګښتونه په بېساري ډول لوړ شوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د ۱۲ ورځني جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د افغان مهاجرینو جبري اخراج خورا چټک شوی دی. ایراني چارواکي دغو کسانو ته په رسمي ډول “خارجیان” وایي او له دوی سره غیرانساني چلندونه په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې سختو نیوکو سره مخ شوي دي.
په ایران کې پر افغان مهاجرینو د فشارونو زیاتوالی، نه یوازې انساني او ټولنیزې پایلې لري، بلکې د دې هېواد ورځني اقتصاد ته یې هم لویې ستونزې راولاړې کړې دي. د افغان کارکوونکو کلیدي رول ته په کتو، په ځانګړي ډول د ودانیز سکتور په برخه کې، دا سخت دریځي سیاستونه د ایران پر کوربه ټولنه نوې بحراني ستونزې راوستلی شي.




