روغتيا

په نيمروز کې ۹۴ معتادين تر درملنې وروسته خپلو کورنيو ته وسپارل شول

طالب چارواکي وايي چې په نيمروز ولايت کې ۹۴ تنه د نشه‌يي توکو معتادين تر درملنې وروسته خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي. دا کسان له ۱۰۰۰ بستريز روغتون څخه تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د نيمروز د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليس وايي، ياد کسان له بېلابېلو سيمو څخه راټول شوي وو او روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي وو. د دغو معتادانو د راټولولو پروسه زياتره سمبولیک بڼه لري او کوم دوامدار پلان نه لري.

له بلې خوا، په بغلان ولايت کې هم ۴۲ تنه معتادين تر درملنې وروسته د يوې ځانګړې کمېټې له خوا خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي، خو د درملنې د مودې، د درملنې د مرکزونو د شرايطو او تر درملنې وروسته د ملاتړ په برخه کې جزئيات نه دي ورکړل شوي.

ټولنيز فعالان او مدني بنسټونه وار له مخه خبرداری ورکړی چې د معتادانو بېرته ټولنې ته بې‌برنامې او له څارنې پرته راستنېدنه، کولای شي د نشې بيا تکرار سبب شي. که څه هم د طالب چارواکو په وينا دا بهير بريالی دی، خو د درملنې شويو کسانو د بيرته فعالېدو لپاره د اغېزمن ميکانيزم نشتوالی جدي اندېښنې راپيدا کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button