د طالبانو او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټلیفوني خبرې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ترمنځ په یوه ټلیفوني تماس کې د کابل او تاشکند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د سیمې وروستي تحولاتو په اړه خبرې وشوې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امیرخان متقي پدې تماس کې وویل چې اداره یې پر دیپلوماسي او متقابل تفاهم تمرکز لري، او زیاته یې کړه چې هدف یې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره پر متقابل درناوي، نه مداخلې او رغوونکي تعامل ولاړې ښې اړیکې جوړول دي.
نوموړي همدا راز وویل چې له سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول له ازبکستان سره مثبت تعامل، د طالبانو د ادارې له خوا د ثبات، اقتصادي همکاریو او سیمې د همغږۍ ملاتړ ښيي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره تر اوسه د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې، خو هڅه کوي د دیپلوماټیکو هلو ځلو له لارې د سیمې د هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.
له بلې خوا، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په دې خبرو کې وویل چې د سیمې د ټولو هېوادونو رول د ګډ ثبات لپاره حیاتي دی، او ټینګار یې وکړ چې د مداخلې پر ځای باید د تفاهم، اقتصادي همکاریو او باور فضا پیاوړې شي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د ادارې له لورې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د ټولشامل سیاسي نظام په اړه جدي پوښتنې لاهم بې ځوابه پاتې دي.




