د روغتيا نړيوال سازمان له خوا ۱۲ د کابل روغتونونو او ۱۱ ولايتونو ته د طبي اکسيجن لېږد

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې د طبي اکسيجن يو محموله يې د کابل ښار ۱۲ روغتونونو او د افغانستان ۱۱ نورو ولايتونو روغتيايي مرکزونو ته لېږدولې ده. د دې ادارې په وينا، دغه اقدام د روغتيايي خدمتونو د کيفيت په ښه والي او د ناروغانو د خونديتوب په زياتوالي کې مهم رول لري.
دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د دلوې په ۱۶مه نېټه، په يو پيغام کې ويلي چې د روغتونونو لپاره د اکسيجن برابرول، په ځانګړي ډول د بيړنيو حالاتو پر مهال، د ناروغانو د ژوند ژغورلو لپاره حياتي ارزښت لري او کولای شي د روغتيايي کارکوونکو وړتيا د اغېزمنو خدمتونو په وړاندې کولو کې زياته کړي.
د روغتيا نړيوال سازمان زياته کړې چې دا مرسته د مرسته کوونکو او نړيوالو همکارانو په ملاتړ، د UNITAID په ګډون، برابره شوې ده. هدف يې دا دی چې د روغتيايي کارکوونکو ملاتړ وشي څو وکولای شي هره ورځ د ناروغانو لپاره خوندي او د باور وړ پاملرنه برابره کړي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی چې سږ کال په افغانستان کې له ۱۴ ميليونه زيات کسان د روغتيايي خدمتونو اړتيا لري. دا شمېر د هېواد پر روغتيايي نظام د پراخ فشار نښه ده، په داسې حال کې چې اوسنی وضعيت د طالبانو تر ادارې لاندې روان دی.
همدارنګه، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) اعلان کړی چې هر کال شاوخوا ۳.۷ ميليونه ماشومان په افغانستان کې له شديدې سوءتغذيې سره مخ کېږي؛ يوه ستونزه چې د روغتيايي او بشردوستانه مرستو د دوام او پراختيا اړتيا لا زياته څرګندوي.




