سياستمهم خبرونهمهم سرلیک

د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې به د عقرب په ۱۵مه په استانبول کې بیا پيل شي

د قطر او ترکيې د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، چې د افغانستان د طالبانو د حکومت او د پاکستان د استازو ترمنځ نوی پړاو مذاکرات به د روان کال د عقرب په ۱۵مه، چې له میلادي سره د نومبر شپږمه برابره ده، د ترکيې په استانبول ښار کې ترسره شي.

دغه خبرې هغه هڅې دوام دي، چې مخکې له دې د دواړو غاړو ترمنځ د پوله‌ییزو، امنیتي او سیمه‌ییزو همکاریو د مسایلو د ارزونې لپاره پیل شوې وې. استانبول یو ځل بیا د داسې ډیپلوماتیکو ناستو د کوربه ښار په توګه ټاکل شوی دی، ځکه چې دا ښار یوې خوندي ديپلوماتیکې فضا لپاره مناسب بلل کېږي.

وروسته له هغه چې د دې مذاکرتو تېر پړاو ترسره شو، د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې دا لړۍ پای ته رسېدلې، خو دواړو لورو هوکړه کړې، چې د ناحله مسایلو په اړه به نورې خبرې هم دوام کوي.

سره له دې چې دا خبرې روانې دي، د افغانستان د خلکو اندېښنې د مذاکراتو د محتوا د نه شفافیت او د طالبانو د ادارې د نړېوال مشروعیت د نشتوالي په اړه لا هم پر خپل ځای پاتې دي. ګڼ شمیر نړېوالې ادارې او څارونکي غواړي چې د افغانستان له بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ګروپونو څخه استازي په دا ډول بهیرونو کې شامل وي، څو د دوامدار او ټول‌شموله سولې لپاره زمینه برابره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button